د فاریاب پوهنتون کتابتون ته سلګونه ټوکه کتابونه ډالۍ شول

tawana_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۴۹
asad

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د عامه کتابتونونو د پیاوړتیا او د مطالعې کلتور د دودولو په موخه د فاریاب پوهنتون عامه کتابتون ته ۶۲۱ ټوکه د عصري او دیني علومو کتابونه ډالۍ کړل.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس‌الدین محمدي د عامه کتابتونونو رياست د دې ارزښتمن اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل: چې دا ګام د ځوان نسل د علمي او فکري پیاوړتیا په برخه کې ډېر مهم دی، نوموړي هیله څرګنده کړه، چې دغه ډالۍ به د محصلینو د مطالعې او څېړنې کچه لوړه کړي.
همدارنګه د فارياب پوهنتون رئيس مولوي محمد محق د اطلاعاتو او کلتور وزارت له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه، هغه د محصلینو لپاره د علمي سرچینو د لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه؛ چې دغه کتابونه به د ځوانانو لپاره د څېړنې او علم د پراختیا نوي فرصتونه برابر کړي؛ نوموړي وویل: د دې ډول ملاتړ په مرسته فاریاب پوهنتون کولای شي، په سیمه کې مخکښ علمي او څېړنیز مرکز وګرځي.
بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري هم ۱۰۰ ټوکه نور کتابونه دې کتابتون ته ډالۍ شوي دي، چې دا کار د محصلینو او فرهنګیانو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

۱۴۴۶/۷/۲۴ ق
۱۴۰۳/۱۱/۶ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS