د فاریاب ولایت خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د حق المبین کتاب ازموینې پایلې اعلان شوې

tawana_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۰:۴۷
aa

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمريت له لوري د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د ښوونځيو او مدرسو له زده کوونکو څخه د حق المبين کتاب ازموينه اخستل شوې وه، چې پايلې يې د سيمه ييزو مسوولينو، د ښوونځيو او مدرسو د استادانو، ځوانانو او علماوو په شتون کې اعلام شوې. 
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي د يادې ازموينې په اړه معلومات شريک کړل او ويې ويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅې کوي، چې په ولسواليو کې د دې ډول ازموینو په ترسره کولو د ځوانانو د پوهې کچه لوړه کړي او مطالعې ته يې وهڅوي، دې ازموينه کې ۱۷۰ تنه ځوانانو برخه اخستې وه، چې غوره ګډونوالو ته يې بېلابېلې ډالۍ په نظر کې نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې ددې ازموينې لومړي مقام ګټونکي ته يو پايه کمپيوټر، دوهم مقام ګټونکي ته موبایل او له دريم مقام څخه تر لسم مقام ګټونکو ته نغدي ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول.

۱۴۴۶/۴/۱۴ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۶ هـ ل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۷
Background image

لوګر کې د جهادي موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره ځایونه ځانګړي شول

لوګر کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم او د شهیدانو منار د جوړولو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي او هڅې روانې دي، چې د یادو پروژو عملي چارې هم ژر پیل شي.
د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي. . .

BACK TO NEWS