د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور، پوهنې ریاست او ښاروالۍ ترمنځ د همکارۍ درې اړخيز تړون لاسليک شو

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۳:۴۵
.....

 

تېره ورځ د فاریاب ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست، پوهنې رياست او ښاروالۍ ترمنځ د ښاروالۍ کمېټې له لوري په مدرسو او ښوونځيو کې زده کوونکو ته د ښاري کلتور مراعتولو، ټولنيز مسولیت منلو، په ښاري حکومتولۍ کې د ځوانانو ونډه اخستلو او د دوستۍ او ورورۍ فضا په جوړولو د عامه پوهاوي او روزنيزو پرواګرامونو دايرولو لپاره درې اړخيز تړون لاسليک شو.
د فاریاب ولايت مرکز میمنې ښار په ښاروالۍ کې په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي، د پوهنې رئيس، مولوي حفیظ الله معتصم بالله او ملا ګل احمد مبشر د ميمنې ښاروال ګډون درلود.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي شمس الدين محمدي وويل: یاد تړون په ټولنه کې د ښه سلوک او رفتار د رواجولو لپاره ډېر اړين دی، د همدې تړون د عملي کولو په صورت کې به د زده کوونکو تر څنګ والدين او ټول ښاريان هم د ياد عامه پوهاوي او روزنيزو پروګرامونو له موادو برخمن شي.

۱۴۴۵/۳/۹ هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲ هـ ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS