د غور محلي موزيم ته تاريخي آثار وسپارل شول

د غور ولايت شهرک ولسوالۍ د غوک کوتل د مالګې په کان کې د امنيتي ځواکونو له لوري ترلاسه شوي ۹ قلمه تاريخي آثار د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند موزيم ته وسپارل شول.
د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي عبداالحی زعيم وايی: دې ۹ قلمه آثارو کې قابونه، ديګ او ګلاسونه شامل دي، چې ډیری يې د غوريانو په تاريخي دورې پورې اړوند دي، چې ډير ژر به يې دقيقه پېژندنه او لرغونتوب معلومول د لرغون پېژندونکو له لوري وشي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د سيلابونو راوتلو له امله د جام منار له شاوخوا څخه ۴۰ قلمه تاريخي او لرغوني آثار ترلاسه شوي وو، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست او امنيتي ادارو له لوري محلي موزيم کې ځای پر ځای شوي وو.
۱۴۴۶/۱/۲۸ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۱۳ هـ ل