د غور له دولتي او خصوصي کتابتونونو  څخه لیدنه وشوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۰:۱۴
qwer

د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي عبدالحی زعيم او ورسره مل پلاوي په مرکز فیروز کوه کې له ټولو دولتي او خصوصي کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس په ښار کې د کتابتونونو او کتاب پلورونکو ټولو مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست د دوى تر څنګ دى او هڅه کوي چې په ټولنه کې د لوست کلتور لا پياوړی کړي.
د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتور آمر اسرائيل حیدري وويل: دا لیدنې د عامه کتابتونونو رياست په هدايت ترسره کيږي، دې ليدنه کې ټولو کتابتونونو ته سپارښتنه وشوه، هغه کتابونه چې د شريعت او افغاني کلتورونو خلاف دي، باید له واردولو او پلورلو څخه يې ډډه وشي او خپلې کړنې باید د عامه کتابتونونو له طرزالعمل سره سمې په مخ يوسي.
 د فیروز کوه کتاب پلورونکو د اطلاعاتو او کلتور رياست له دې ډول لیدنو څخه خوښي څرګنده کړه او له دې رياست څخه يې د ملاتړ کولو غوښتنه وکړه.

۱۴۴۶/۴/۱۲ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۲۴ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۰:۵۹
Background image

لوګر کې خبریالانو ته د رواني درملنې روزنيز ورکشاپ جوړ شو

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له خوا د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ ۲۰ تنو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ته د رواني درملنې یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړشو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۰:۴۵
Background image

نیمروز کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له مسؤل، ځوانانو او د ښوونځيو له استازو سره لیدنه وشوه

د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام په لویدیځ زون کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې له مسؤل شميل ‌احمد مشعل يو شمېر ځوانانو او د ښوونځيو له استازو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۰:۱۴
Background image

د غور له دولتي او خصوصي کتابتونونو  څخه لیدنه وشوه

د غور ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي عبدالحی زعيم او ورسره مل پلاوي په مرکز فیروز کوه کې له ټولو دولتي او خصوصي کتابتونونو څخه لیدنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس په ښار کې. . .

BACK TO NEWS