د غور اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د رسنیو د مسؤلینو سره غونډه تر سره شوه

wali_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۱:۲۷
fffff

 

 تېره ورځ، د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم،  د رسنیو له مسؤلینو او د هغوی له خبریالانو سره، د حکومت او رسنیو تر منځ د باور او همغږۍ رامنځته کولو  په خاطر غونډه ترسره کړه.
 د غور ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره د مشورتي ناستو په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، مونږ د سیمه ییزو او خصوصي رسنیو د ستونزو د حل لپاره  هر اړخیزې هڅې کوو.
ور پسې، د غور ولايت د رسنيو مسؤلينو د دغه  ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له مشرتابه څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، الحمدلله د اسلامي امارت له فتحې او بري وروسته په هېواد او په ځانګړې توګه په غور ولايت کې د رسنيو وضعیت ښه دی.
 له بلې خوا د غور د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست څخه وغوښتل؛ چې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره په مالي برخو او همدا رنګه د دغه ولایت د ولسوالیو او کلیو د راپورونو په راټولولو او د خبرونو د چمتو کولو په موخه د سفرونو په تنظیمولو کې همکاري وکړي.
 ۱۴۴۴/۸/۵ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۷ هـ ش

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۳:۲۶
Background image

کاپیسا کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي کریم‌الله وثیق د رسنیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۲:۱۰
Background image

زابل کې د ۱۷مې ګڼې فرمان د محتوا په اړه د ترسره شوې سیالۍ پایلې اعلان شوې

زابل کې څه موده وړاندې د مشرتابه (حفظه الله) د ۱۷مې ګڼې فرمان (چې په ټولنې کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه صادر شوی) د محتوا په اړه د زرو تنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې وه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

کونړ کې لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندې شو

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او الصارم فکري او فرهنګي ادارې په ګډې همکارۍ لسګونو ځوانانو ته د اسلامي او افغاني فرهنګ په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار ترسره شو.
ياد سيمينار چې د کونړ. . .

BACK TO NEWS