د غزني په مقر ولسوالۍ کې د تعلیم الاسلام سیالي ترسره شوه
د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د مقر او ګیلان ولسوالیو لپاره د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د ۵۰۰ ځوانانو تر منځ د تعلیم الاسلام سیالي ترسره شوه.
په دې اړه د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار وویل: د دغه سیالۍ اصلي موخه د ځوانانو افکار په اسلامي عقائدو سمبالول او ځوانان مطالعې ته هڅول دي.
ښاغلي نثار زیاته کړه، د تعلیم الاسلام لس غوره ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ هم په پام کې نیول شوې او د دغه سیالۍ پایلې به په راتلوونکې اونۍ کې اعلان شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سلګونو ځوانانو تر منځ په غزني ښار کې د تعلیم الاسلام تر عنوان لاندې سیالي جوړه کړی وه.
۱۴۴۵/۵/۱۱ هـ ق
۱۴۰۲/۹/۴ هـ ش
