د غزني له سیمه ییز موزیم څخه نړیوال نندارتون ته تاریخي آثار لیږدول کیږي

panah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۹:۲۹
..

د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسؤلينو په وینا؛ له قطر هېواد څخه د نړيوال نندارتون لپاره د تاريخي آثارو د متخصصینو او غوره کوونکی پلاوی د دې ولايت موزيم ته رارسېدلی، تر څو په دې موزيم کې د نړيوال نندارتون لپاره تاريخي آثار په نښه کړي.
د غزني ولایت اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار یاد پلاوي سره د لیدنې پر مهال د پوره همکاریو ژمنه وکړه او ويې ویل: غزني د تاریخي آثارو کور دی او دغه آثار د نړیوال نندارتون له لارې  نندارې ته وړاندې کول د فرهنګي همکارۍ مثبته نښه ده، چمتو یو چې د دې ولایت تاریخي آثار د نړیوال نندارتون له لارې نندارې ته وړاندې شي، ځکه دا به د افغانستان تاریخي هویت ته نوره وده هم ورکړي او نړۍ ته به د غزني د تمدني عظمت یو غوره انځور وړاندې کړي.
له قطر څخه راغلي د تاریخي آثارو متخصص پلاوي هم ژمنه وکړه، چې د راتلونکي نړیوال نندارتون په موخه به د غزني له تاریخي موزیم څخه تاریخي آثار په بشپړ خوندېتوب او درناوي قطر هیواد ته ولیږدول شي، تر څو د دې نندارتون له لارې یې نړیوال وپېژني.
د یادونې وړ ده، چې یاد نندارتون لپاره د غزني ولایت تاریخي آثارو غوره کول یوه مهمه فرهنګي لاسته راوړنه ده، چې کولای شي د نړیوالو پام د دغه ولایت لرغوني تمدن ته جذب کړي.

۱۴۴۶/۱۱/۲۰ هـ ق

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۳۷
Background image

میدان وردګ او لغمان ولایتونو کې د رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د میدان وردګ او لغمان ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو، حکومتي او خصوصي رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې.
د میدان وردګ ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي حبیب. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د بلخ ولسوالۍ له يو شمېر تاريخي آبدو څخه ليدنه وشوه

د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي محمدالله ضرار د يو پلاوي په ملتيا د بلخ ولسوالۍ له يو شمېر مهمو تاريخي آبدو لکه د بلخ ولسوالۍ اړوند د مير روزه‌ دار زیارت، چې په څلورمه هجري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۳۳
Background image

د غور ولایت رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه سمینار جوړ شو

دغه روزنیز سمینار د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د یوناما د لویدیځ زون دفتر په همکارۍ ۲۸ تنو د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو ته د ظرفیت لوړونې په. . .

BACK TO NEWS