د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس له آزادۍ مطبعې څخه لیدنه وکړه
تېره ورځ د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د کلتور او هنر د آمر مولوي درمحمد فدایي په ملتیا، په دغه ولایت کې له آزادۍ مطبعې څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پرمهال د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار د آزادۍ مطبعې د فعالیت پر پراختیا او کیفیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه؛ باید د آزادۍ حکومتي مطبعې کړنې تر نورو خصوصي مطبعو په لوړ کیفیت وي.
ښاغلي نثار وويل: د آزادۍ مطبعې د کار د پراختیا او لوړ کیفیت لپاره اړتیا ده چې نور مسلکي کارکوونکي هم په دغه مطبعه کې وګومارل شي او آزادۍ مطبعه یې د حکومت د عوایدو یوه سرچینه یاده کړه.
د آزادۍ مطبعې آمر مولوي عبدالهادي مفتون د آزادۍ مطبعې په اړه مختصر معلومات شریک کړل.
د ليدنې په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د مطبعې د آمر په ملتیا د مطبعې له مختلفو شعبو او ماشینونو څخه لیدنه وکړه.
۱۴۴۵/۷/۹ هـ ق
۱۴۰۲/۱۰/۳۰ هـ ل
