د علم د ارزښت او اړتیا پر تړاو یو ورځنی سيمینار جوړ شو

wali_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۱:۳۱
د علم د ارزښت او اړتیا پر تړاو یو ورځنی سيمینار جوړ شو

 

د لوګر ولایت  د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت او د لوړو زده کړو موسسې په ګډه همکارۍ، د فکري روزنې مخکښ استاد مفتي انعام الحق حماد لخوا د اسلام مبارک دین له نظره د علم د ارزښت او اړتیا پر تړاو د لوګر د لوړو زده کړو موسسې زده کړیالانو ته یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
د یاد سیمینار د پیل پرمهال د لوړو زده کړو موسسې رئیس دکتور شفیق الله شفقت د دا ډول علمي ناستو او سیمینارونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ترڅنګ یې زده کړیالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د فکري روزنې د مخکښ استاد له وینا او معلوماتو څخه په پوره مانا ګټه پورته کړئ.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس رفیع الله صمیم وویل: د اسلام مبارک دین د ارشاداتو په نظر کې نیولو سره په نړۍ کې حاکمیت او قیادت د مسلمه امت دنده او مسؤلیت دی، چې دغه چارې او کارونه د علم له لارې شوني دي، که موږ غواړو، چې مسلمان امت له یادو ستونزو څخه وباسو هغه په علم او سالم فکر باندې کیږي.

۱۴۴۵/۱/۱۵ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۰ هـ ش

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۳۱
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د امارتي ادارو له ویاندویانو، خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د اسلامي فرهنګ په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

د عامه کتابتون تالارونه به د شپې تر لسو بجو پرانیستی وي

 د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وایي، چې له دې وروسته به د عامه کتابتونون تالارونه د پوهې، څېړنې او مطالعې مینوالو پر مخ دشپې تر لسو بجو پرانیستی وي.
د ښاغلي صمیم په وینا؛. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS