د عامه کتابتونونو رئیس د ۷مې ناحیې له کتابتون څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د ناحیوي کتابتونونو د آمر په ملتیا د کابل ۷مې ناحیې له عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال ښاغلي صمیم د کتابتون له عمومي وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او د کتابتون مدیر ته یې د وخت پر پابندۍ او د کتابتونونو پر لا ښه تنظیم او ترتیب ټینګار وکړ.
همدارنګه نوموړي د یادې ناحیې د کتابتون مسؤلینو ته یو لړ اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه؛ کتابتونونه باید هره ورځ پر ټاکلي وخت د مراجعینو پر مخ پرانېستي وي.
۱۴۴۷/۲/۲۲ هـ ق
