د عامه کتابتونونو رئیس د اقتصادي همکاریو(ECO) سازمان د غړو هېوادونو د کتابتونونو مشرانو په اوومه غونډه کې ګډون وکړ

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۹:۳۰
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د یو پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو(ECO)  سازمان د غړو هېوادونو د کتابتونونو مشرانو په اوومه غونډه کې ګډون وکړ.
په دغه غونډه کې د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم د غونډې برخوالو ته په افغانستان کې د عامه کتابتونونو د حالت، د اسلامي امارت په راتګ سره د کتابتونونو په برخه کې د پام وړ مثبت بدلون او د عامه کتابتونونو په وړاندې د یو شمېر ستونزو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
په یاده غونډه کې چې د اسیا څخه د لسوهیوادونو او بنسټونو استازو پکې حضور درلود، د غړو هېوادونو ترمنځ د دیجیټلي آرشیفونو په پراختیا، د کمیابو آثارو په ساتنې او د مسلکی ظرفیتونو او تجربو د شریکولو په اړه بحث او خبري وشوې، همدارنګه په دغه غونډه کې د افغانستان کتابتون د ډیجیټل کولو، تعلیم او تحقیق کمیټو غړیتوب هم ترلاسه کړ. 
د غونډې په لړ کې د افغانستان د عامه کتابتونونو ریاست رئيس د ازبکستان، ترکیې، ایران او قزاقستان د کتابتونونو مشرانو سره د ګډو همکاریو په پراختیا خبري وکړې، د کاشف په نوم  د کتابتونونو د مدیریت سیستم چې د ترکیې هېواد لخوا جوړ شوی، د دغه هېواد له لوري ډاډ ورکول شو، چې په وړیا توګه د افغانستان عامه کتابتونونو ریاست سره یاد سیستم شریکوي او په دغه برخه کې به د مسلکي کسانو په روزنه کې هم د افغانستان د عامه کتابتونونو ریاست سره همکاري وکړي. 
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د عامه کتابتونونو پلاوي له لوري یو شمېر کتابونه هم د غونډې ګډونوالو ته ډالۍ شول.

۱۴۴۷/۶/۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS