د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو او حکمونو د عامه پوهاوي په موخه ولسي غونډه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۱:۲۹
.....

د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله د فرامینو او حکمونو د لا ښه پلي کولو او عامه پوهاوي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه، چې پکې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ترڅنګ د حصارک ولسوال، دیني علمای کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو. 
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبيح‌ اللّه نوراني وويل: د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله فرامين او حکمونه د ټولنې د نېکمرغۍ او د ناسمو دودونو له‌ منځه وړلو په موخه پلي کیږي، په دغو فرامينو او حکمونو کې د ښځو او نارينه‌ وو حقوق د اسلام مبارک دين د لارښوونو په رڼا کې ټاکل شوي او عملي کول يې د هر مسلمان شرعي وجيبه ده.
دغه راز د غونډې ویناوالو د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه‌ الله فرامين او حکمونه د ټولنې د اصلاح، نېکمرغۍ او د ناسمو دودونو له‌ منځه وړلو په موخه ګټور وبلل او زیاته یې کړه؛ د اميرالمؤمنين حفظه الله ټول فرامین د ملت په ګټه دي او د فرامینو منل او پلي کول د ټولو ګډ مسؤليت دی، د شکر ځای دی، چې نن د داسې اسلامي نظام تر سيوري لاندې ژوند کوو، چې په ټوله نړۍ کې يې ساری نه لیدل کیږي او ټول باید په ګډه هڅې وکړو، چې اسلامي نظام په پوره اخلاص وساتو، څو د نړۍ نور ملتونه هم ترې الهام واخلي.

۱۴۴۷/۵/۱۲ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS