د شش پل کاروان سرای د بیا رغونې له کارونو لیدنه وشوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۵:۴۷
..

د باميان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي صفی الله رائد د شش پل کاروان سرای د بيارغونې له کارونو څخه ليدنه وکړه او د فیروز کوه نړيوالې مؤسسې له مسؤلينو سره  يې چې د دې پروژې د تطبیق مسؤليت لري، د پروژې اړوند خبرې وکړې.
مولوي رائد د پروژې د کارونو په کيفيت ټينګار وکړ او ويې ويل: د شش پل کاروان سرای له خاص ارزښت څخه برخمن دی، په همدې اساس باید هڅه وشي، چې په بهترين کيفيت سره يې کارونه مخته ويوړل شي.
نوموړي له نورو نړيوالو مؤسسو هم وغوښتل، چې بامیانو کې د دا دول پروژو په تطبیق کولو سره د تاريخي ميراثونو په ساتنه کې برخه واخلي.
د يادونې وړ ده، چې د شش پل کاروان سرای د بیارغونې کارونه د فیروز کوه نړيوالې مؤسسې له لوري د درې نيم مليونه ډالرو په ارزښت پيل شوي، چې د پنځو کالو په موده کې به په دوو برخو کې ترسره شي.

۱۴۴۶/۴/۴ هـ ق
۱۴۰۳/۷/۱۶ هـ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS