د (سیرت النبیﷺ او د اسلام تاریخ) د سیالیو مخکښو ګډونوالو ستاینغونډه وشوه
چهارشنبه (۱۴۴۷ د شعبان ۲۳مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند د ماشومانو د اصلاح او تربیې مرکز په همکارۍ د سیرت النبی ﷺ او اسلامي تاریخ سیالۍ چې د بندیانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو مادي او معنوي ډالیو وستایل شول.
د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست مسؤلینو وویل: له دغو سیالیو څخه موخې د بندیانو د پوهې لوړول، د مطالعې فرهنګ پیاوړی کول او بندیان د سیرت النبی (ﷺ) او اسلامي تاریخ سره لا ښه اشنا کول وو.
د زندانونو د چارو تنظیم ادارې د تعلیم او تربیې رئیس حافظ مولوي نظر محمد ناصري د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د یادو سیالیو د جوړولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: د دې ډول پروګرامونو جوړول د ماشومانو په اصلاح او تربیه کې ارزښتمند رول لري.
دغه راز د ماشومانو د اصلاح او تربیې د مرکز رئیس مولوي شرافت الله حقاني د خپل ریاست د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د دغه مرکز بندیان د علومو له زده کړو وروسته د فراغت تصدیق پاڼې ترلاسه کوي، ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د پوهنې وزارت او یونیسف اداره هرکله بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي او زرګونو بندیانو له دغو پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهی د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل: د اسلامي امارت مسؤلین د بندیانو د اصلاح او تربیې لپاره بېلابېلې برنامې په پام کې لري او هڅې کوي، چې د دوی ستونزې حل او په مختلفو برخو کې د زدهکړې زمینه ورته برابرې کړي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا ډول سیالۍ د بندیانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه جوړوي او ډاډ څرګندوي چې داسې سیالۍ جوړول به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو له لوري د یادو سیالیو لس تنو مخکښو ګډونوالو ته مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.
۱۴۴۷/۸/۲۳ هـ ق
