د (سیرت النبیﷺ او د اسلام تاریخ) د سیالیو مخکښو ګډونوالو ستاینغونډه وشوه

wasim_admin
Wed, Feb 11 2026 3:55 PM
...

چهارشنبه (۱۴۴۷ د شعبان ۲۳مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې اړوند د ماشومانو د اصلاح او تربیې مرکز په همکارۍ د سیرت النبی ﷺ او اسلامي تاریخ سیالۍ چې د بندیانو ترمنځ ترسره شوې وه، پایلې یې اعلان او مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو مادي او معنوي ډالیو وستایل شول. 
د قرآن کریم لیکلو او بیهقي کتابونو د خپرولو ریاست مسؤلینو وویل: له دغو سیالیو څخه موخې د بندیانو د پوهې لوړول، د مطالعې فرهنګ پیاوړی کول او بندیان د سیرت النبی (ﷺ) او اسلامي تاریخ سره لا ښه اشنا کول وو. 
د زندانونو د چارو تنظیم ادارې د تعلیم او تربیې رئیس حافظ مولوي نظر محمد ناصري د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د یادو سیالیو د جوړولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: د دې ډول پروګرامونو جوړول د ماشومانو په اصلاح او تربیه کې ارزښتمند رول لري.
دغه راز د ماشومانو د اصلاح او تربیې د مرکز رئیس مولوي شرافت الله حقاني د خپل ریاست د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د دغه مرکز بندیان د علومو له زده کړو وروسته د فراغت تصدیق پاڼې ترلاسه کوي، ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د پوهنې وزارت او یونیسف اداره هرکله بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي او زرګونو بندیانو له دغو پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهی د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل: د اسلامي امارت مسؤلین د بندیانو د اصلاح او تربیې لپاره بېلابېلې برنامې په پام کې لري او هڅې کوي، چې د دوی ستونزې حل او په مختلفو برخو کې د زده‌کړې زمینه ورته برابرې کړي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا ډول سیالۍ د بندیانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه جوړوي او ډاډ څرګندوي چې داسې سیالۍ جوړول به په راتلونکي کې هم دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلینو له لوري د یادو سیالیو لس تنو مخکښو ګډونوالو ته مادي او معنوي ډالۍ ورکړل شوې.

۱۴۴۷/۸/۲۳ هـ ق

تازه ترین اخبار

Mon, May 11 2026 3:37 PM
Background image

Representatives of the ALIPH Foundation Pledge to Launch and Continue Numerous Cultural Projects

Mawlawi Atiqullah Azizi, the deputy minister for Art and Culture at the Ministry of Information and Culture, met with representatives of the ALIPH Foundation: Carlos Eduardo and. . .

Mon, May 11 2026 1:56 PM
Background image

Regular Meeting of the Book Evaluation Commission Held

On Monday, 24 Dhul-Qa’dah 1447 AH, the regular meeting of the Book Evaluation Commission of the Ministry of Information and Culture’s Deputy Ministry for Publications Affairs was held. . .

Sun, May 10 2026 4:07 PM
Background image

The Minister of Information and Culture Meets with the Human Rights Representative from the UNAMA Office

The Minister of Information and Culture, Sheikh Sher Ahmad Haqqani, held a meeting with Ms. Fiona Frazer, the Human Rights Representative of the United Nations Assistance Mission in. . .

BACK TO NEWS