د سياحتي او زيارتي شرکتونو مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۴۶
..

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي ذبيح‌ اللّه نوراني د يو شمېر سياحتي او زيارتي شرکتونو مسؤلينو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو مسؤلینو د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د کړنو، د خلکو د زيارتي سفرونو د تنظيم او د دغو شرکتونو د چارو پر وړاندې د ستونزو او وړاندیزونو یادونه وکړه.
د ناستې په ترڅ کې مولوي ذبيح‌ اللّه نوراني د مسؤلینو څرګندونې واورېدې او ويې ويل: هڅه کوو، چې په ننګرهار کې د سیاحتي شرکتونو لپاره د خدمت لاښه زمینه برابره کړو، ښاغلي نوراني زياته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست په پام کې لري، چې د ګرځندوی او زيارتي سکتور د پياوړتيا لپاره د شرکتونو له مسؤلينو سره دوامداره همغږي وساتي، څو خلکو ته په دغه برخه کې د لا ښه خدمت زمينه برابره شي.
۱۴۴۷/۵/۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS