د "سرزمين تصوير" په نامه د انځورګری د آثارو نندارتون پرانیستل شو

moic_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۵ - ۱۰:۳۰
د "سرزمين تصوير" په نامه د انځورګری د آثارو نندارتون پرانیستل شو

د ملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني نن د "سرزمين تصوير" په نامه د انځورګرى د آثارو نندارتون پرانيست.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په نندارتون کې د هېواد د يوه تن انځورګر ٢١  انځور شوي آثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د ملي نګارستان مسوولې د نندارتون د پرانيستلو په وخت کې انځور شويو آثارو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې په انځورونوکې د هېواد طبيعي منظرې د اوبو په رنګ تصوير شوې دي.
هغې دغه راز هنر او هنرمندانو په خانګړي توګه د انځورګرى هنر ته پاملرنه ضروري وبلله او د دغه شان نندارتونونو د جوړولو په برخه کې يې د ملي  نګارستان همکارۍ څرګنده کړه. 
دغه راز په دغو مراسمو کې يو شمېر نورو ويناوالو په ټولنه کې د هنرمندان د رول په باب معلومات ورکړل او په بېلابېلو برخوکې يې هنر او هنرمندانو ته د حکومت د مشرتابه د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته د ملي نګارستان مسوولې د "سرزمين تصوير" د انځورګرى د آثارو نندارتون پرانيست او ګډون کوونکو هغه وکوت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د ۲۰مې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۲۰مې ناحیې (چهار آسیاب بازار) سیمې اړوند د لوحو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۱۷
Background image

د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوۍ، مالي او اداري معینیت یوه پلاوي بغلان ولایت ته د سفر پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس مولوي اسدالله هاشمي سره د ریاست پر چارو او د تاریخي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۸:۵۰
Background image

ننګرهار کې شاوخوا ۱۰۰ تنه ځوانان له مسلکي او حرفوي زده کړو فارغ شول

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او وای‌ اېچ‌ ډي‌ موسسې په ګډې همکارۍ ۱۰۵ تنه ځوانان د مسلکي او حرفوي زده کړو له پروګرام څخه فارغ او د حرفو اړوند کاري وسایل هم ورته ووېشل شول.
د فراغت. . .

BACK TO NEWS