د زمري ۲۴مې (فتحې ورځ) د لمانځنې لپاره چمتوالۍ روان دی
د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د زمري ۲۴مه چې له هېواد څخه د امريکايي او ناټو اشغالګرو ځواکونو د وتلو، د هغوی د تاریخي ماتې او د اسلامي امارت د فتحې ورځ سره برابره ده، د غوره لمانځنې په موخه چمتوالۍ او د ملکي او نظامي ادارو ترڅنګ د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناستې روانې دي.
د چمتووالي په ترڅ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو ټينګار وکړ، چې دا ورځ باید په ملي او ولسي کچه په شاندارو مراسمو ولمانځل شي، ترڅو راتلونکي نسلونه د خپلواکۍ ارزښت درک کړي او د مجاهدينو د قربانیو یاد ژوندی پاتې شي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو مسؤلینو د رسنیو استازو او خبریالانو ته په سیاسي، اقتصادي، کلتوري، نظامي، تعلیمي او نورو برخو کې د د تیرو څلورو کلونو په مودې کې د لاسته راوړنو اړوند غوره برنامو جوړولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د زمري ۲۴مه د رارسېدو په مناسبت د تېر په څېر ځانګړې او له پوهاوي ډکې خپرونې جوړې کړي.
همدا راز دوی له خبریالانو څخه وغوښتل، چې له هېوادوالو سره د فتحي ورځې او د تیرو څلورو کلونو بېلابیلو برخو کې د شته لاسته راوړنو په اړه مرکې وکړي، ترڅو ټولنې ته مثبت او ښه پیغامونه وړاندې شي.
په ورته وخت کې د رسنيو استازو او خبريالانو د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له مسؤلينو څخه د دوامدارو همکاریو په موخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د تل په څير به د عامه اذهانو او افکارو په روښانولو کې رغنده رول ولوبوي، هېوادوالو او نړیوالو ته به د روانو پرمختګونو او شته فرصتونو انځور په ښه ډول ورسوي.
۱۴۴۷/۲/۱۶ هـ ق
