د زرغون نورستان ستره کلنۍ مشاعره ترسره شوه

د نورستان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د زرغون نورستان ( ملي پارک ) کلنۍ مشاعره په مرکز پارون ښار کې د ګڼ شمېر امارتي مسؤلينو، شاعرانو، ليکوالانو او ځوانانو په شتون کې ترسره شوه.
په پیل کې د نورستان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي سميع الحق حق بیان دا ډول مشاعرې د شعر او ادب مينوالو لپاره غوره وګڼلې او زياته يې کړه؛ هڅه کوو چې هر کال د زرغون نورستان ( ملي پارک ) مشاعره ترسره کړو.
د نورستان مرستيال والي ښاغلي مولوي فیصل مختار وويل: لیکوالان او شاعران باید د ټولنې د پرمختګ او هوساينې له پاره له خپلي ژبې او قلم څخه ګټه پورته کړي، تر څو د ټولنې د اصلاح سبب وګرځي او د ټولنې څخه مو د نورو بد بختیو او ناخوالو ټغر ټول شې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند قاري خبیب غفران وویل: د شعر له لارې د خلکو فکرونه رغول کيږي، په همدې موخه اکثرو ولايتونو کې دا ډول مشاعرې ترسره کیږي، شاعران مسؤلیت لري، چې مینه خپره کړي او یووالي ته کار وکړي.
وروسته ازاده مشاعره ترسره شوه، چې پکې اکرام الدين مفتون، اسرارالله حسن زی، ضیاءالدین همت مل، رمضان صایم، امان الله مستغفر او نورو ګڼو شاعرانو بیلابیل شعرونه، ترانې، طنزیه کلامونه د غونډې ګډونوالو ته واورول، چې د ګډونوالو لخوا له تود هرکلي سره مخ شول.
شاعرانو او ليکوالانو خپلو شعرونو کې خلک ورورګلوۍ، مینې، یووالي او د اسلامي امارت ملاتړ ته راوبلل، ګڼو شاعرانو په دغه برخه کې خپل شعرونه ولوستل او د ګډونوالو لخوا په مینه بدرګه شول.
۱۴۴۶/۱/۲۸ هـ ق
۱۴۰۳/۵/۱۳ هـ ل