د روغتيايي زده کړو برخه کې د ګډې همکارۍ او تخفیف هوکړه لاسليک شوه

tawana_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۳:۵۰
afghansaigtn

د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ځوانانو چارو آمریت او د ډاکتر عبدالکبير روغتيايي علومو انسټيټيوټ په بېلابېلو روغتيايي برخو کې د ځوانانو د ښه راتلونکي په پار د ګډو همکاريو او تخفيف په موخه هوکړه لاسليک کړه.
د ياد هوکړه ليک پر اساس د ځوانانو چارو آمريت له لوري (۵۰) تنه ور پېژندل شوي ځوانان کولای شي، چې د درېيو سمسترونو په دوران کې په (۲۵) سلنه تخفيف سره په عالي نرسېنګ، عالي لابراتوار، غاښونو څانګه او فارمسي برخو کې زده کړې وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس مــلا محمد امين حذيفه د ياد هوکړه ليک د لاسليک له امله د یاد انسټيټيوټ له ادارې مننه وکړه او په ځوانانو يې غږ وکړ، چې له یاد فرصت څخه ګټه واخلي او زده کړې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر دې وړاندې هم د هوکړه ليکونو په اساس لسګونه تنه ځوانان ښوونيزو مرکزونو ته ور پېژندلي دي.

۱۴۴۶/۱۰/ ۹ ق
۱۴۰۴/۱/۱۸ ل

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۳۷
Background image

لغمان کې ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له زدکړو څخه فارغ شول

د لغمان اطلاعاتو او کلتور ریاست ښونیز مرکز د څلورمې دورې څخه ۷۰ تنه زده کوونکي د انګلیسي او کمپیوټر له ابتدایي زده کړو څخه فارغ شول.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي وویل،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه وویشل شول او رسنیو سره د اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې وشوې

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو له لوري د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله اختریز پیغامونه په ملکي، نظامي ادارو او عامو خلکو د ویشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو او یوټیوب چینلونو له چلوونکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښې همغږۍ، اسلامي او ټولنیز ارزښتونو د لاپیاوړتیا په موخه د امارتي ادارو مطبوعاتي مسؤلینو، د رسنیو له استازو، خبریالانو او یوټیوب چینلونو له. . .

BACK TO NEWS