د روزګان والي د لیکوالانو او سیمیزو رسنیو له استازو سره وکتل

wares_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۶:۳۴
…

شنبه (۶ د رمضان المبارک ۱۴۴۵) د روزګان والي الحاج مولوي عنایت الله شجاع  په خپل کاري دفتر کې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس قاري آغاولي قریشي په مشرۍ د روزګان ولایت له لیکوالانو او د خصوصي او دولتي رسنیو له استازو سره وکتل.

ښاغلي شجاع په ټولنه کې لیکوالان او رسنۍ مهمې وبللې او غوښتنه يې وکړه، چې باید رسنۍ او لیکوالان لا زیاته هڅه وکړي او خپل مسؤلیت دې په شکل ادا کړي.

 نوموړي زياته کړه، افغانانو تاریخونه جوړ کړي دي خو لیکل شوي نه دي، ښه مثال یې په لنډ وخت کې د څو امپراطوریو ماتول او د اسلامي امارت له لوري هغه کسانو ته تاریخي عفوه ده، چې شل کاله په هېواد کې د امارت سره په جګړه بوخت و، چې په تاریخ کې باید په زرينو کرښو ولیکل شي.

د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري آغاولي قریشي هم د لیکوالانو او رسنیو پر ارزښت خبرې وکړې.

 د رسنیو استازو او لیکوالانو هم په خپل نوبت خبرې وکړې او د دولتي ادارو له مسؤلينو څخه يې خوښي څرګنده کړه، چې د معلوماتو د شريکولو په برخه کې له دوی سره همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS