د (روح پالونکې زمزمې) کتاب مخکتنه وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۸:۵۷
...

(دوشنبه د ۱۴۴۷ د شعبان ۲۱مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د (روح پالونکې زمزمې) کتاب چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند، د ترنم او فرهنګ  ریاست ترچتر لاندې د بېلابېلو ترانه ویونکو له لوري د ویل شویو ترانو لیکلې ټولګه ده، مخکتنه وشوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د عامه کتابتونونو رئیس دکتور رفیع الله صمیم، داسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداري معین مولوي غلام سعید احساس، د پوهنې وزارت اداري معین مولوي صبغت الله وصیل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د ترنم او فرهنګ رئیس مولوي اختر محمد بهار، ادیب او لیکوال داد محمد ناوک ګڼ شمېر ادیبانو، لیکوالانو، شاعرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.

دوکتور رفیع الله صمیم وویل: د خوښی ځای دی، چې اوس مهال د لیکوالۍ او مطالعې په برخو کې د مثبتو بدلونونو شاهدان یو او هر ورځ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه کتابونه لیکل کیږي، د ځوانانو ترمنځ د مطالعې او کتاب ډالۍ کولو کلتور پیاوړی شوی دی او هیله ده، چې همداسې دوام وکړي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه، د تیرې شل کلنې مبارزې په لړ کې مو هم د لیکوالۍ، شعر او ترانو په وسیله لویې لاسته راوړنې درلودې، له لیکوالانو، شاعرانو، ترانه ویونکو او ځوانانو څخه مو هیله ده، چې مطالعې، لیکوالۍ، شعر او ترانې ویلو ته لا زیات وخت ورکړي او د تیرې شل کلنې مبارزې د اتلانو تاریخ او قربانۍ راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي.

د ترنم او فرهنګ ریاست مسؤلینو وویل: د ترنم او فرهنګ ریاست هر وخت د شاعرانو په چوپړ کې دی، له شاعرانو څخه غواړو چې د شعرونو لیکلو او ترانو ویلو په برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي، ځکه دا د فرهنګ برخه ده او په وسیله يې راتلونکي نسلونه روزل کیدای شي.

ویناوالو د (روح پالونکې زمزمې) کتاب په اړه د هر اړخیزو خبرو ترڅنګ شاعرانو، ترانه ویونکو او ترنم کوونکو ته اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل: په تیرو کې هم شعر، ترانو او ترنم د جهادي دعوت او پیغام په انتقال کې د مجاهدینو د روحيې او مورال ساتنې په برخه کې همدا راز د تیر اشغال پر ضد جهاد په بریا کې خورا اغیزمن رول درلوده.

ویناوالو شعر، لیکوالۍ او ترانې ویل له فکري جګړې سره د مبارزې ښې وسیلې وبللې او زیاته یې کړه؛ راتلونکو نسلونو ته د تیرو اتلو مبارزینو قربانۍ انتقال د لیکوالۍ، شعر او ترانو له لارې ښه کیدای شي.

د یادونې وړ ده، چې د غونډې وروستۍ برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه او د څو تنو خوږ ژبو ترانه ویونکو له لوري بېلابېل شعرونه هم زمزمه شول.

۱۴۰۴/۱۱/۲۰ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۲۲
Background image

ترنم او ترانې

د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترنم او ترانو ریاست د مرکز سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د (۲۰) سټوډیو ګانو ارزونه کړې ده.
په یاده موده کې پکتیا، نورستان، زابل، کندهار او هلمند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۷
Background image

د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو او د امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همغږۍ د رسنیو د ستونزو حل، د خبریالانو ملاتړ او اطلاع رسونې بهیر ښه والي په موخه د رسنیو له مسؤولینو، خبریالانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د کتاب پلورنځیو مسؤلینو او د کتابونو خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسئولینو، د مزارشریف ښار له یو شمېر کتاب‌پلورنځیو مسؤولینو او کتاب خپرندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې په دې ناسته کې د کتابونو د چاپ، د کتابونو نندارتون. . .

BACK TO NEWS