د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته روزنیز سیمینارونه وړاندې شول
کندز او غور ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او یوناما دفتر په ګډې همغږۍ ګڼ شمېر خبریالانو، سیمهییزو رسنیو مسؤلینو، د امارتي ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه یو ورځني سیمینارونه وړاندې شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو رسنۍ او خبریالان د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهمې وسیلې یادې کړې او ټینګار یې وکړ، چې خبریالان باید خپل مسلکي او رسنیز مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
دوی زیاته کړه؛ چې اوسمهال د رسنیو او خبریالانو فعالیتونو لپاره تر بل هر وخت ډېرې اسانتیاوې او فرصتونه برابر شوي دي، نو اړینه ده چې خبریالان د اسلامي نظام لاسته راوړنې او فعالیتونه په ښه توګه رسنیزې کړي.
په دغو سیمینارونو کې، د یوناما مطبوعاتي مسؤلینو له لوري د رسنیو، خبریالۍ، رسنیزو فعالیتونو، مسلکي معیارونو او د خبریالانو مسؤلیتونو په اړه ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې شول.
په سیمینارونو کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤلینو د خبریالانو د ستونزو د حل او خوندیتوب په برخه کې وروستي پرمختګونه د پام وړ وبلل او ویې ویل: دا مهال خبریالان کولای شي، په ډاډمنه او مناسبه فضا کې خپل رسنیز فعالیتونه ترسره کړي.
۱۴۴۸/۰۶/۱۳ هـ.ق
