د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د ۱۱مې ناحیې د لوحو ارزونه وکړه

wasim_admin
Tue, Nov 03 2026 3:19 PM
...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د ۱۱مې ناحیې (هوټل پروان څلور لارې) اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه او څارنه وکړه.
په پیل کې د کابل ښاروالۍ فرهنګي چارو ریاست استازي انعام الله اماني او د یاد کمېسیون د غړو په شتون کې له اصنافو، کسب کارانو او هټیوالو سره د کمېسیون د فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل.
دغه راز د کمېسیون غړو له دغه بازار څخه څارنه وکړه او خپلې اصلاحي سپارښتنې یې مسوولینو او هټیو‌الو سره شریکې کړې، چې دوی له لوري یې هر کلی وشو. مسوولینو او هټیوالو ‌ژمنه وکړه، چې د افغان فرهنګ د بډاینې، ساتنې او پیاوړتیا په موخه به د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح له کمېسیون سره پوره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې له ۲۰۰ څخه د زیاتو لوحو او اعلاناتي تابلوګانو ارزونه وشو.

۱۴۴۸/۵/۲۲ هـ ق