د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او د امارتي ادارو ویاندویانو ته روزنیز سیمینارونه وړاندې شول

wasim_admin
Tue, Nov 24 2026 10:29 AM
..

کندز او غور ولایتونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او یوناما دفتر په ګډې همغږۍ ګڼ شمېر خبریالانو، سیمه‌ییزو رسنیو مسؤلینو، د امارتي ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسوولینو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه یو ورځني سیمینارونه وړاندې شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو مسؤلینو رسنۍ او خبریالان د حکومت او ولس ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مهمې وسیلې یادې کړې او ټینګار یې وکړ، چې خبریالان باید خپل مسلکي او رسنیز مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
دوی زیاته کړه؛ چې اوس‌مهال د رسنیو او خبریالانو فعالیتونو لپاره تر بل هر وخت ډېرې اسانتیاوې او فرصتونه برابر شوي دي، نو اړینه ده چې خبریالان د اسلامي نظام لاسته راوړنې او فعالیتونه په ښه توګه رسنیزې کړي.
په دغو سیمینارونو کې، د یوناما مطبوعاتي مسؤلینو له لوري د رسنیو، خبریالۍ، رسنیزو فعالیتونو، مسلکي معیارونو او د خبریالانو مسؤلیتونو په اړه ګډونوالو ته اړین معلومات وړاندې شول.
په سیمینارونو کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې مسؤلینو د خبریالانو د ستونزو د حل او خوندیتوب په برخه کې وروستي پرمختګونه د پام وړ وبلل او ویې ویل: دا مهال خبریالان کولای شي، په ډاډمنه او مناسبه فضا کې خپل رسنیز فعالیتونه ترسره کړي.

۱۴۴۸/۰۶/۱۳ هـ.ق

تازه ترین اخبار

Wed, Oct 28 2026 2:53 PM
Background image

Training Programme for Poets and Nasheed Reciters Held in Kandahar

A training programme for poets and nasheed reciters was held at the House of Ahmad Shah Baba in Kandahar through the joint efforts of the Ministry of Information and Culture’s. . .

Wed, Oct 28 2026 1:13 PM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Inspects Ahmad Shah Baba’s House in Kandahar

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, visited the house of Ahmad Shah Baba, the founder of the Durrani Empire, and. . .

Wed, Oct 28 2026 11:50 AM
Background image

Deputy Minister for Arts and Culture Meets Kandahar Governor

Sheikh Abdul Rahman Tayebi, Deputy Minister for Arts and Culture at the Ministry of Information and Culture, met with Kandahar Governor Mullah Shirin Akhund during an official visit to. . .

BACK TO NEWS