د رسنیزې او رواني جګړې په اړه علمي کنفرانس ترسره شو

wasim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۱
..

تخار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ( د افغانستان پر وړاندې د رسنیزې او رواني جګړې ارزونې) په نامه یو ورځنی علمي کنفرانس د عامه کتابتون په تالار کې ترسره شو، چې پکې ګڼ شمېر علمای کرامو، خبریالانو، ځوانانو او فرهنګیانو برخه اخیستې وه. 
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د افغانستان پر وړاندې رواني او رسنیزه جګړه له تر ټولو چوپو او خاموشو جګړو څخه وبلله او ویې ویل: مغرضې رسنۍ د دې جګړې په لومړیو کرښو کې واقع دي، مسؤلینو له خبریالانو څخه وغوښتل، چې د صداقت او امانتدارۍ اصول رعایت کړي او د ټولنې واقعي انځور وړاندې کړي. 
دغه راز یو شمېر علمای کرامو او رسنیزو مسؤلینو په اسلام کې د رسنیو او مطبوعاتو پر ارزښت خبرې وکړې او له خبریالانو او ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې د دښمن د منفي تبلیغاتو پر وړاندې بیداره واوسي او د اسلامي نظام په پیاوړتیا کې پوره همکاري وکړي.

۱۴۴۷/۷/۲۳ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS