د دولت آباد، قرمقول او اندخوی ولسواليو د تاريخي سيمو، رسنيو او عامه کتابتونونو څخه لیدنه وشوه

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي شمس الدین محمدي د فرهنګ او ګرځندوی د آمر او د عامه کتابتونونو د مدیر په ملتیا د اندخوی، قرمقول او دولت آباد ولسوالیو ته سفر وکړ.
د دې سفر په ترڅ کې دوی د قرمقول ولسوالۍ د تاریخي سیمې (طوطي میدان) د اندخوی له امام شمسالدین عامه کتابتون، د دولتآباد ولسوالۍ عامه کتابتون او باباولی زیارت څخه لیدنه وکړه، چې په دې وروستیو کې د یو ملي سوداګر په مالي مرسته د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګي میراثونو د ساتنې انجينر تر څار لاندې بیا رغول شوی و.
مولوي شمس الدین محمدي لومړی د یادو ولسوالیو له ځايي چارواکو سره ولیدل او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه، چې د تاریخي آبداتو او آثارو په ساتنه او پالنه کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري وکړي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معینیت د کتبي هدایت پر بنسټ، چې څه موده وړاندې دې ریاست ته رسېدلی و، د اندخوی ولسوالۍ د ځینو ښوونځیو (یولدوز، ایگمبیردی شهید، بابامراد او ابومسلم) لېسو د ودانیو څخه هم لیدنه وشوه، چې له جوړېدو یې څه باندې ۵۰ کاله تېر شوي دي.
۱۴۴۶/۵/۱۲ هـ ق
۱۴۰۳/۸/۲۴ هـ ل