د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په موخه ناسته ترسره شوه

tawana_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۸
منت

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د افغانستان د خلکو غږ موسسې په همکارۍ  د خلکو او حکومت ترمنځ د اړيکو پياوړتيا په موخه ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين او د هرات ولايت مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي، د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس مولوي احمدالله متقي، ګڼ شمېر ديني علماوو، قومي مشرانو، د ښوونځيو استادانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د ناستې ترتيبوونکو له دې ناستې موخه د خلکو له لوري د پراختيا، زراعت، برښنا او نورو برخو کې غوښتنې اوريدل ياد کړل.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معين او د هرات مرستيال والي مولوي حيات الله مهاجر فراهي وايي: د خلکو غوښتنې اورېدل او ستونزو ته د حل لارو پيدا کول د اسلامي امارت په کاري لومړيتوبونو کې دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي احمدالله متقي وويل: د اسلامي امارت نظام د خلکو نظام دی، په تېرو دريو کلونو کې يې چې کوم کوم کارونه او پروژې ترسره کړي دي، په شلو کلونو کې يې ساری نه ليدل کيږي.
بل لور ته د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د سياحتي، زيارتي، درماني او انلاین خدمتونو شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی آمر مولوي رحمت الله محمدي وايي: هغه شمېر شرکتونه چې د فعاليت د جواز موده يې پوره شوې وه، بند کړل شول او د قانوني فعاليت ترسره کولو په موخه ورته لازمې توصيې وشوې.

۱۴۴۶/۲/۲۴ هـ ق
۱۴۰۳/۶/۷ هـ ل

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۸:۴۰
Background image

د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې مسئولینو خپلې غوښتنې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین سره شریکې کړې

د افغانستان د سیاحتي، زیارتي، حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې د رئیس محمد ګلاب سلطان زوی په مشرۍ د دغې اتحادیې مسئولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۰
Background image

ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندې شو

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري ښوونيز مرکز کې ګڼ شمېر ځوانانو ته د (فکري انحراف مخنيوی) په نوم روزنیز سیمینار وړاندي شو.
د ځوانانو چارو امر وويل: اسلامي اُمت سلګونه کلونه د نړۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۴۲
Background image

د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون مشورتي غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د کمېسیون غړو په کابل ښار کې د لوحو. . .

BACK TO NEWS