د خبریالانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۰:۴۱
....

تېره ورځ د کندهار ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د خبریالانو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه، چې پکې د افغانستان اسلامي امارت محترم ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په ګډون يو شمېر نورو اداري مسؤلينو هم شتون درلود.
په پيل کې د ا.ا.ا. ویاند ښاغلي مجاهد خبریالانو ته په وینا کې وویل: د ا.ا.ا. مو بشپړ ملاتړ کوي، په ډاډه زړه خپلو چارو ته دوام ورکړئ، هغه څه ته خبري پوښښ ورکړئ، چې حقیقت وي، پروپاګند او د حقیقت څخه لرې خبرونه مه خپروئ، اسلامي، ملي او کلتوري ارزښتونه په پام کي ونیسئ، له نيکه مرغه دا کار تر ډېره حده شوی دی.
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي سمنګاني په خپلو خبرو کې خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزو ته به يې حل لارې لټوي، کوښښ به دا وي، چې خبريالانو ته په کاري ماحول کې ډېرې آسانتياوې برابرې شي.
ښاغلي سمنګاني له خبریالانو وغوښتل، چې د دولتي غونډو او پرمختیايي پروژو د خبري پوښښ په برخه کې بشپړه همکاري وکړي.
د غونډې په پای کې خبریالانو مننه وکړه، چې له دوی سره د همغږۍ ناستې جوړیږي او ويې ویل: چې ډېرې ستونزې مو حل شوې او هيله ده چې په دې برخه کې به نور پرمختګونه هم رامنځته شي.

۱۴۴۵/۱/۲۲ هـ ق
۱۴۰۲/۵/۱۷ هـ ش

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۸
Background image

بادغیس کې د امارتي ادارو له ویاندویانو او د سیمه‌ ییزو رسنیو له مسؤولینو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي مطیع‌الله متقي په مشرۍ، د دغه ولایت د ویاندویانو او د سیمه‌ییزو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۳۱
Background image

د رسنیو له مسئولینو، خبریالانو او امارتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي مولوي سیف‌الدین تائب، د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني په شتون کې د رسنیو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د تاریخي آبداتو او لرغونو سیمو د استوګنیزو برخو بیارغونې په موخه یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

د بامیان ولایت مرستیال والي مولوي محمد انس عزیزي، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاري سید مصطفی صالح، د یونیسکو سازمان استازو، د پروژو ترسره کوونکې شرکت استازو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون. . .

BACK TO NEWS