د حسن قرائت سیالي مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۴۸
.

د روزګان اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د حسن قرائت سیالي چې د ۲۰ تنو حافظانو ترمنځ ترسره شوې وه، ۹تنه مخکښ ګډونوال یې په بېلابېلو معنوي او مادي ډالیو وستایل شول.
مسؤلینو د قرآنکریم د عظمت، د تلاوت ارزښت او د اسلامي ټولنو په روزنه کې د قرآني علومو پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل: د حسن قرائت دا ډول سیالۍ نه یوازې د حافظانو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کوي، بلکې ځوان نسل د قرآن کریم له پیغام سره لا ښه بلدوي.
مسؤلینو زیاته کړه؛ د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې دیني، فرهنګي او علمي پروګرامونه لا ډېر، منظم او دوامدار کړي او ځوانانو ته د استعدادونو د څرګندولو مناسب فرصتونه برابر کړي.

۱۴۴۷/۹/۲ هـ ق

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت پلاوي له لغمان ولایت څخه لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معینیت سلاکار سعدالله اسد، په مشرۍ یوه پلاوي لغمان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له تاریخي آبداتو، سیاحتي سیمو او فرهنګي ځایونو څخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۸
Background image

د سیاحتي او زیارتي شرکتونو د اتحادیو له مسؤلینو سره غونډه وشوه

یکشنبه د (۱۴۴۸ د ربیع الثاني ۲۸ مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سیاحتي او زیارتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۵۸
Background image

د ازبکستان فرهنګي پلاوي سرپل ته سفر وکړ

د ازبکستان د فرهنګي میراثونو پلاوي سرپل ولایت ته سفر وکړ.
د ازبکستان جمهوریت د فرهنګي میراثونو ادارې د رئیس مرستیال عزیزجان عارف‌جانوف په مشرۍ یوه پلاوي، چې په مزارشریف کې د ازبکستان. . .

BACK TO NEWS