د جهاد د ارزښتونو د ساتنې په نامه ریاست جوړ شو

moic_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۱۵:۳۱
moic-khairkhwa

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په آډانه کې د افغانستان د خلکو د جهاد د ارزښتونو د ساتنې په موخه ریاست جوړ شو او نن یې په کار پیل وکړ.
 د رياست الوزرا په لارښوونه د جهاد د ارزښتونو د ساتنې ریاست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تشکیل کې ور زیات شوی او نن یې رسما خپل فعالیت پیل کړی دی.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست ملا خيرالله خيرخواه په مشرۍ او د دغه وزارت د معينانو او يو شمېر فرهنګي شخصيتونو په ګډون جوړه شوه، په کې د یاد ریاست د فعاليت او څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.
په غونډه کې د جهاد د ارزښتونو د ساتنې رياست غړي معرفي شول او په لومړۍ کاري غونډه کې یې د راتلونکو پروګرامونو د جوړولو څرنګوالي په اړه خبرې وشوې.
د دغه ریاست په جوړولو سره به د افغانستان د خلکو د جهاد ارزښتونه په عملي ډول وساتل شي او په ساتنې سره به يې د افغانستان د خلکو د جهاد ارزښتونه، قربانۍ او د هغوى برياليتوبونه راتلونکو نسلونو ته په میراث پاتې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
Background image

کاپیسا کې د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي وستایل شول 

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د نجراب او حصه اول کوهستان ولسوالیو د خصوصي ښوونځیو نوښتګر زده کوونکي چې د ترنم، خطاطۍ، نقاشۍ او صنعتي وسایلو په برخو کې یې نوښتګر فعالیتونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د هنر او فرهنګ معین دهیواد د نامتو لیکوال او څیړونکي استاد محمد اصف صمیم عیادت وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي د هېواد نوميالي لیکوال، څېړونکي او نقاد استاد محمد اصف صمیم د لیدو او پوښتنې لپاره د هغه کور ته ورغلی و.
د هنر او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴
Background image

زرنج ښار کې لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د وړیا ښوونیز مرکز لسګونو تنو زده کوونکو ته د (مطالعې ارزښت) په نامه روزنیز سیمینار وړاندې شو.
د نیمروز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب‌الله. . .

BACK TO NEWS