د جهادي ارزښتونو د اهمیت په موخه له ډلګۍ مشرانو سره د همغږۍ غونډه وشوه
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د الرباط فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ د دغه ریاست د غونډو په تالار کي د جهادي ارزښتونو د اهمیت په موخه له ګڼ شمېر ډلګۍ مشرانو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس حافظ عبدالباري راشد د غونډې کډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتني لوی ریاست د تشکیل، فعالیتونو او دندو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او د جهادي آثارو د ساتنې، راټولولو او راتلونکو نسلونو ته یې د لېږد په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې، ښاغلي راشد ټینګار وکړ، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو خوندي ساتل زموږ شرعي او ملي مسؤلیت دی، باید د هېواد جهادي تاریخ خوندي وساتل شي.
د اطلاعاتو آمر وویل: هڅه کوو، چې هلمند کې د شهیدانو سوانح، آثار او کارنامې د مسؤلینو په همکارۍ سره راټولې او ثبت کړو، په پام کې ده، چې د تیر شل کلن اشغال پر مهال د مهمو عملیاتو او چاپو دقیق ځایونه، د پخوانیو اسنادو راټولول، جهادي ویډیوګانې، مخابروي اړیکې او عامې جهادي ترانې ارشیف کې وساتل شي او د جهادي آثارو د تشخیص په موخه رخام ډبرې جوړې شي.
د غونډې ګډونوالو د جهادي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل: هڅه کوو، چې مجاهدین د شهیدانو سوانح لیکلو او آثارو راټولولو ته تشویق کړو، تر څو د جهادي ارزښتونو آمریت سره پوره همکاري وشي او د شهیدو شویو اتلانو یاد تل پاتې شي.
۱۴۴۷/۴/۲۸ هـ ق
