د توریزم او هوتلدارۍ انسټېټيوټ ۱۲ تنو زده کوونکو غزني ولایت ته د علمي سفر راپور وړاندې کړ
چهارشنبه (۱۴۴۷ هـ ق د جمادیالاول ۷مه) اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معینیت د ګرځندوی د پراختیا او تحقیقاتو ریاست اړوند د توریزم او هوتلدارۍ انسټېټيوټ ۱۲ تنو زده کوونکو د غزني ولایت د ګرځندویانو جاذبو سیمو، لرغونو آثارو، د غزني د فرهنګ او د مشهورو شخصیتونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه علمي سفر کړی و، چې راپور یې د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال ته وړاندې کړ.
د توریزم او هوتلدارۍ انسټېټيوټ استاد ښاغلي رحمت الله احمدي د یاد سفر زمینې برابرولو له امله د ګرځندوی، مالي او ادراي چارو معینیت له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل: داسې علمي سفرونه د زده کړیالانو د معلوماتو د زیاتوالي لامل ګرځي.
دغه راز د توریزم او هوتلدارۍ انسټېټيوټ څو تنو زده کوونکو د دغه سفر پر مهال ترلاسه کړي معلومات او تجربې شریکې کړې او ویې ویل: دا ډول سفرونه د زده کوونکو د پوهې زیاتوالې ترڅنګ راتلونکي کې د ګرځندوی د صنعت ودې ته ښه زمینه برابروي، د زده کړیالانو له لوري له بهر څخه راتلونو ګرځندویانو ته د جوړ شوي معلوماتي بروشر په اړه هم معلومات شریک شول.
ورته مهال د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت الله جمال د ګرځندوی صنعت په پیاوړتیا کې د توریزم او هوتلدارۍ انسټېټيوټ هڅې وستایلې او ویې ویل: د ګرځندوی صنعت وده او پیاوړتیا د ځوانانو ګډ کار ته اړتیا لري، چې په دغه برخه کې روزل شوي ځوانان به دې صنعت ته ښه وده ورکړي.
ښاغلي جمال زده کړیالانو ته یو لړ اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته یې کړه؛ په راتلونکي کې به له یاد انسټېټيوټ څخه فارغو شویو زده کړیالانو ته په سیاحتي شرکتونو کې د کار زمینه برابره شي او د توریزم او هوتلدارۍ انستیتوت ته به لا ښه وده ورکړي ترڅو د ګرځندوی صنعت د مسلکي وګړو له لوري هر اړخیزه وده وکړي.
۱۴۰۴/۸/۷ هـ ل
