د بلخ ولايت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۰:۳۶
.....

تېره ورځ د بلخ ولايت په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني، د بلخ ولایت مقام ویاند حاجي زید، د امنیه قوماندانۍ ویاند وزیري، د استخباراتو مطبوعاتي مسئول الهام، د امربالمعروف ویاند مفتي عبدالرحمان حنیف، په شمال زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسئول عبدالطیف سهاک د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ساهو، د ځینو رسنیو استازو او خبریالانو هم ګډون درلود.
په پیل کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس الحاج مولوي ذبيح الله نوراني خبرې وکړې او په بلخ ولايت کې یې د رسنیو فعاليت او د اطلاع رسونې لپاره سهولتونه او همغږي د قدر وړ ياده کړه او ویې وويل: له نېکه مرغه په تېرو دوو کلونو کې په بلخ ولايت کې د خبريالانو په وړاندې د هېڅ ډول تاوتريخوالي شاهدان نه وو او دا موضوع څرګندوي چې د ا.ا.ا. د خبريالانو د خونديتوب او د دوی لپاره په اطلاعاتي برخه کې د ښې زمينه سازۍ کلک هوډ لري.
په ورته حال کې په بلخ ولايت کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسئول لطیف سهاک، د نهاد راډيو خبريال سيد محمد يزدان پرست، د شمشاد تلویزیون خبريال او همدارنګه د آزادۍ راډيو مدير مسؤل منیر بهیر په داسې حال کې چې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست او د بلخ ولايت د دولتي ادارو وياندويانو له همکاريو او همغږۍ څخه مننه وکړه زياته یې کړه، د اسلامي ارزښتونو د پاليسۍ سره سم خپلو خپرونو ته دوام ورکوي او په پوره اخلاص به خپل ولس ته اطلاع رسونه کوي.

١٤٤٥/٤/٧ هـ ق
١٤٠٢/٧/٣٠ هـ ش
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS