د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له روزنیز مرکز څخه ۹۵ تنه فارغ شول

wali_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۴:۲۳
Afg


 
نن دوشنبه ۱۴۴۴/۸/۲۰ هـ ق د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو عمومي مدیریت د روزنیزو زده کړو له مرکز څخه ۹۵ تنه فارغ شول.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې دغه ۹۵ تنه زده کوونکي د پښتو ژبې زده کړې، ریاضي، انګلیسي او وینافن له برخو څخه تر دري میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ او مبارک پاڼې پرې ووېشل شوې.
هاشمي زیاته کړه، چې ددې کورسونو د جوړولو څخه مو  موخه د بې وزلو زده کوونکو لاسنیوی دی، ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ چې فارغ شوي زده کوونکي دې په نه ستړي کېدونکي ډول د دیني او عصري زده کړو په تر لاسه کولو کې هڅې وکړي.
ورپسې د بغلان ولایت د پوهنې رئیس مولوي محمد نور عزیزي وویل، د زده کوونکو د هڅونې په موخه مو د دې ولایت په ټولو ښوونځیو کې د قرطاسیې او کتابونو د کمښت ستونزه حل کړې او د زده کړو د معیاري کېدو په موخه به هغه ښوونکي په دندو وګماري چې مسلکي دي او د ښه تدریس وړتیا لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۳
Background image

سمنګان کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو

د سمنګان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کنفرانسونو په تالار کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت فرهنګي پروګرام او د کتابونو نندارتون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د امارتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قوماندان او نوښتګرو ځوانانو سره وکتل

د کاپیسا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د حصه اول کوهستان ولسوالۍ له نوښتګرو ځوانانو، همدارنګه د ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان سره وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس د خطاطۍ او رسامۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د کابل له دویمې او څلورمې ناحیې څخه څارنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د لوحو او اعلاناتي تابلوګانو د اصلاح کمېسيون د خپلو ساحوي فعالیتونو په دوام د دویمې او څلورمې ناحیې د قوای مرکز سیمې اړوند د لوحو او. . .

BACK TO NEWS