د بدخشان اطلاعاتو او کلتور مسؤلينو له يو شمېر ځوانانو  سره وکتل

wares_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۰:۴۸
.....


تېره ورځ (۱۴۴۵/۴/۱۴ هـ ق )د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسؤلينو د ياد رياست د غونډو په تالار کې د ځوانانو د ټولنې له  استازو سره وکتل.
په پيل کې د يادې ټولنې استازو، د ځوانانو لپاره د کار د زمینې پر برابر والي، د ځوانانو د غير قانوني مهاجرت د مخنيوي او د ولسي وګړو د ستونزو د حل په اړه یې خپلې طرحې وړاندې کړې. 
ورپسې د اطلاعاتو او کلتور رئيس معزالدين احمدي وويل هڅه کوو چې ځوانان سره منسجم کړو، او هغه ستونزې په ګوته کړو چې ځوانان يې له يو لړ مشکلاتو سره مخ کړي دي او زياته يې کړه ټولو ځوانانو ته پکار ده چې د  نورو په فکرونو جوړولو، د تاريخي آبدو، طبيعي ښکلاوو په ساتلو او د  د نشه يې توکو د زيانونو په اړه  پوهاوی ور کړي او د ځوانانو پر  يووالى او يوځايوالي  يې ټينګار وکړ، چې اوس په هېواد کې بشپړ امنیت راغلی دی او د ځوانانو لپاره د کار ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.
همدا رنګه ښاغلي احمدي زیاته کړه، د ولسواليو ځوانان کولاى شي چې د اړوند ارګانونو په همغږۍ په ټولنه کې د سواد د کچې د لوړولو لپاره تعليمي او د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.
او په اړوند برخو کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ وړاندې کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

دوشنبه (۱۴۴۸ د جمادي‌الاول ۷مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین ښاغلي مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۸
Background image

د ۱۷ مې ګڼې او ۲ ګڼه فرامینو په اړه د عامه پوهاوي هڅې روانې دي

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ناسمو رواجونو د مخنیوي او په دې اړه د خلکو د عامه پوهاوي لوړولو په موخه د مشرتابه (حفظه‌الله) د ۱۷مې او ۲مې ګڼې فرامینو د محتوا په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هرات د تاریخي کوترخونو پر ساتنې او بیارغونې ټینګار وشو

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې د هرات ولایت تاریخي کوترخونې د دودیزې معمارۍ د ارزښتمن میراث یوه برخه ده، چې د کرنې او د مرغانو د ساتنې په برخه کې د پخوانیو خلکو د. . .

BACK TO NEWS