د باميانو په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د یو شمېر ځوانانو سره غونډه وشوه
تېره ورځ د باميانو ولايت په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د ځوانانو او یو شمېر ټولنو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه
په پيل کې د باميانو د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي سيف الرحمن محمدي په خپلو خبرو کې وویل، د دې غونډې له جوړېدو څخه مو موخه د ځوانانو سره د لاښې پېژندګلوۍ او همغږۍ پیاوړي کول دي او له دوۍ مو غوښتنه ده چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو مديريت سره په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې همکاري وکړي.
د غونډې په یوه برخه کې د نشه یي توکو پر زیانونو خبرې وشوې اود نشه يي توکو نه د ځان ساتنې په اړه ګټورې لار ښونې وشوې.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د ټولنیزو او رضاکارانه پروګرامونو د لا ښې همغږۍ په موخه دې هره میاشت د همغږۍ غونډه جوړه شي.
۱۴۴۴/۸/۱۴ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۶ هـ ش
