د ایبک ښار د مرکزي جومات لیکلې ډبره د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شوه
د سمنګانو ولایت د ایبک ښار د جامع مرکزي جومات (پخوانۍ) لیکلې ډبره د ارشاد، حج او اوقافو ریاست له لوري د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شوه.
په دې اړه د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د کلتوري ميراثونو د ساتنې عمومي مدیر محمد امين عزيزي وايي: دغه تاریخی آثار چې ٨٩ کاله لرغونتوب لري د ښار د مرکزي جامع جومات له شهید کیدو وروسته د ارشاد، حج او اوقافو په رياست کې ساتل شوي وو، د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته په رسمي ډول وسپارل شول.
ښاغلی عزیزي وايي: د ایبک ښار مرکزي جومات د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ پر وخت د ۱۳۵۳ هـ ق کال د چنګاښ په میاشت کې جوړ شوی و.
هغه زياته کړه: دغه سپېڅلې وداني د عبادت کوونکو د ظرفيت د نشتوالي له امله ويجاړه شوې وه او د دغه جومات په بهر کې يوه تيږه چې څه د پاسه يوه پېړۍ لرغونتوب لري، د مرمرو په تخته باندې په درېيو مترو کې په ښکلي خط ليکل شوې ده.
د کلتوري ميراثونو د ساتنې عمومي مدیر دغه نسخه د سمنګانو ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست په غوښتنه اړونده وزارت ته سپارل شوې او د اسنادو له څېړنې وروسته د کلتوري ميراثونو د ساتنې عمومي مدیریت ته وسپارل شوه.
۱۴۴۵/۴/۲هـ ق
۱۴۰۲/۷/۲۵هـ ش
