د امـ ـارت پېژندنې کتاب د سيالۍ ممتاز ګډونوال په ډاليو ونازول شول
دوشنبه ( ۳ ذوالحجه ۱۴۴۵ ) د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست اړوند ځوانانو چارو آمريت له لوري په سرروضه ولسوالۍ کې د امـ ـارت پېژندنې سيالۍ پايلې اعلان او ممتاز ګډونوال يې په بېلابېلو ډاليو ونازول شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمر محمد ذاکر نایاب وویل: هڅه کوو، چې د فـ ـکري ویښتیا لپاره د مطالعې او سالم رقابت په اساس د ځوانانو ترمنځ دا ډول پروګرامونه ترسره او ځوانان پکې خپل استعدادونه وغوړوي.
نوموړي وويل: پلان لرو، چې په نږدې راتلونکې کې په نورو ولسواليو کې هم دې ته ورته سيالۍ او نور ښوونيز پروګرامونه ترسره کړو.
د ازموينې ګډونوالو له اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه د مننې ترڅنګ وويل: دا ډول سيالۍ د ځوانانو د فکـ ـري اصلاح او له خپل تاريخ څخه د ښه خبرېدو لپاره اړينې دي او غوښتنه يې وکړه، چې د فکـ ـري رغونې په برخه کې دې لا ډېرې هلې ځلې وشي.
د یادونې وړ ده، چې په ياده سیالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ تنو ځوانانو ګډون کړی و، چې لومړي، دويم او دريم مقام ګټونکو ته ليپټاپ کمپيوټرونه، څلورم او پنځم مقام ګټونکو ته ځيرک مبايلونه او تر پنځلسم مقام پورې غوره ګډونوالو ته بېلابېلې جايزې او کتابونه ډالۍ شول
