د امارتي ادارو له ویاندویانو او د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

tawana_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۱۶
lkjh

د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د امارتي ادارو له ویاندویانو او خبریالانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه. 

د اطلاعاتو او کلتور رئیس اخندزاده مولوي مطيع الله متقي، خبريالانو او ویاندویانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور رياست د ټولو رسنيو ګډ کور وباله،  نوموړي د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه یو شمېر فرمانونه او احکام د رسنیو له مسؤلینو سره شریک کړل او د هغو د ګټو په اړه یې لازم توضیحات ورکړل.

ورپسې د ولايت مقام وياند احمد جان حنظله، د امنيه قوماندانۍ وياند صديق الله صديقي، د ملي تلويزيون امر، د عبور خصوصي تلويزيون مسؤل مدیر او يو شمېر نورو د رسنیو لپاره د پروژو ترلاسه کولو پر روڼتیا او پلي کولو او خلکو ته په ښه بڼه د معلومات ورکولو په اړه نظرونه شریک کړل. 

۱۴۴۶/۳/۷ ه‍ ق
۱۴۰۳/۶/۲۰ ه‍ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۹
Background image

ګرشک کې د ځوانانو د فکري انحراف د مخنیوي اړوند یو ورځنی سمینار تر سره شو

د هلمند لایت ګرشک ولسوالۍ د ابو الفتح بستي منځني ښوونځي کې د الرباط فکري او فرهنګي ادارې له لوري د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو په ګډه همږغۍ د یاد ښوونځي ښوونکو، زده کوونکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۸:۵۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له استازو سره وکتل

نن یکشنبه ( ۲۲ د شوال المکرم ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزیر الحاج ملا خیرالله خیرخواه  په خپل کاري دفتر کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې له یو شمېر استازو سره وکتل.

په پیل کې د بهر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د هنر او کلتور معین د کابل بالاحصار له روانو رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق‌الله عزیزي، د ملي دفاع وزارت مرستیال او د اړوندو وزارتونو د فرهنګي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د کابل لرغوني بالاحصار له روانو. . .

BACK TO NEWS