د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه
د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د امارتي ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د محلي رسنیو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا په موخه ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس آخندزاده مطیع الله متقي وویل: د ویاړ ځای دی، چې د بشپړ اسلامي نظام تر سیوري لاندې ژوند کوو، رسنۍ باید د اسلامي امارت د پالیسی مطابق نشرات ولري او په مشخص شوي چوکاټ کې فعالیت وکړي.
په دې ناسته کې د محلي رسنیو مسؤلینو هم د اسلامي امارت اصولو او پالیسیو سره په خپله ژمنتیا ټینګار وکړ او د دوامداره همکاریو ډاډ یې ورکړ.
۱۴۴۷/۲/۱۰ هـ ق
