د امارتي ادارو له وياندویانو، د رسنيو مسوولينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴۶
..

د بادغيس د اطلاعاتو او کلتور رياست په همغږۍ د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له لوري د امارتي ادارو وياندویانو، د رسنيو مسوولينو او خبريالانو سره د همغږۍ ناسته وشوه.
د اطلاعاتو او کلتور رئيس وويل: له رسنيو سره د همغږۍ غونډې په دوامداره توګه ترسره کیږي او د اطلاعاتو او کلتور ریاست د رسنيو د ستونزو د حل لپاره له هېڅ ډول همکارۍ څخه ډډه نه کوي. 
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور رئیس زیاته کړه، د رسنیو او خبریالانو ايماني او وجداني مسووليت دی، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي او د هغوی فعاليتونو او لاسته راوړنو ته په پراخه کچه انعکاس ورکړي.
په یاده ناسته کې ګډونوالو د شته ستونزو، اړينو همغږيو او د رسنيزو فعاليتونو د ښه والي د لارو چارو په اړه بحث او د نظرونو تبادله هم وکړه.

۱۴۴۷/۹/۱۳ هـ ق

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د کاپي‌ رایټ اصولو د تطبیق  په موخه د مطبعو او کتاب خپرندویه ټولنو له مسؤلینو سره ناسته وشوه

تېره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاپي‌ رایټ آمر مولوي عبدالظاهر مخلص د ننګرهار په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دې ولایت د امارتي او خصوصي مطبعو، فوټو کاپیو، کتاب خپرندویه ټولنو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱۶
Background image

فراه کې د سلګونو تنو نظامي او ملکي شهیدانو د ژوند او خاطرو په اړه معلومات راټول شول 

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلين وایې؛ چې د نظامي شهیدانو د معلوماتو د راټولولو او ثبت بهیر په دوام د دغه ریاست مسؤلینو په پشترود او خاکسفيد ولسوالیو کې له یو شمیر قومي مخورو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۷
Background image

له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې ترسره شوې

د کابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي شمس‌الله زبیر په مشرۍ یو پلاوي د دوه ورځو په لړ کې د کابل ولایت ټولو ولسوالیو ته سفر وکړ او د ټولو ولسوالیو له ولسوالانو او مطبوعاتي مسؤولینو. . .

BACK TO NEWS