د افغان فلم د دوو کارکوونکو د مړينې په اړوند د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د خواخوږۍ اوهمدردۍ پيغام
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم رياست دوه ځوانې او تازه کاره کارکوونکې طيبه موسوي او فاطمه محمدي د کابل په لويديځ کې په پرونۍ چاودنه کې ووژلې شوې.
طيبه موسوي او فاطمه محمدي د آزادې سيالۍ له لارې خلکو او هېواد ته د خدمت لپاره له ډکو هيلو سره په دې وروستيو کې په افغان فلم رياست کې پر دندو ګومارل شوې وې.
د دغو دوو ځوانو نجونو وژل کېدل پرما ژوره اغيزه کړې او زه ځان د دوى د کورنيو او د پرونۍ چاودنې نورو شهيدانو په غم کې شريک بولم.
زه د دغو دوه شهيداينو خويندو او ټولو شهيدانو لپاره د خداى(ج) له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه کوم او د دوى کورنۍ او د افغان فلم رياست مشرتابه او کارکوونکو ته د صبر هيله کوم.
کابل/ د غبرګولي ٢٣ مه/ باختر
