د افغان تور عمومي رياست اداري غونډه ترسره شوه
تېره ورځ د افغان تور عمومي رياست اداري غونډه د ياد رياست د رئيس محمد نبي بها په مشرۍ، د معاونېنو او کارمندانو په شتون کې ترسره شوه.
په لومړي سر کې د ياد رياست په مالي پلان د مديره هيئت له لوري نظريات شريک شول، همدا راز د پرمختيايي پلان په ژر ترتيبولو، د توريزم د پراختيا، د یاد رياست د ضرورياتو او مشکلاتو د حل لپاره په عاجل او شفاف ډول د پلان په جوړولو او پلي کولو ټينګار وشو.
ورپسې د قرغې بند د ښيرازه کولو په اړه خبرې وشوې، او پرېکړه وشوه چې د قرغې بند د اوبو رسونې سيستم د بیارغـونې، بند کې د نیالګيو ايښودلو او د ماشين الاتو د ترميم په اړه به عاجل اقدامات ترسره شي، ترڅو ياده ساحه د سیلانانيانو د جذب لپاره اماده شي.
په پای کې د افغان تور عمومي رياست له لوري په نورستان ولايت کې د سياحتي زانګو په جوړولو د سرمايه ګذارۍ په اړه يادونه وشوه، چې د ځينو رسنيو له لوري د افغان تور دولتي شرکت په ځای د خصوصي شرکت يادونه شوې وه، پرېکړه وشوه چې د رسنيو سره هماهنګي زياته شي، چې په راتلونکي کې د دې ډول ابهاماتو مخنيوی وشي.
۱۴۴۴/۸/۱۲ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۴ هـ ش
