د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ پيغام

moic_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۴ - ۱۴:۳۱
د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ پيغام

د افغانستان له آزادۍ او خپلواکۍ څخه سل کاله تېرېږي، خپلواکي او آزادي د دغه هېواد  د خلکو په قاموس کې دوه مقدسې کلمې دي چې  زموږ د آزادي غوښتونکي ملت له وينې او غوښې سره يې پيوند خوړلى دى.
د خپلواکۍ د بختورې ورځې  په مناسبت  د افغانستان ټول ملت او په تېره بيا د افغانستان تاريخ  جوړوونکو ښځو او ميندو ته مبارکي وايم.
د تاريخ په شهادت د پرديو يرغلګرو په وړاندې د هېواد د ښځو او نارينه وو مبارزو د افغانستان د لرغوني تاريخ پاڼې  ښکلې کړې دي .
زرغونه، ملالۍ، اکبرخانان، مسجديان او نور نوميالي د آزادۍ لپاره وجنګيدل او د خپلو حماسو حاصل يې( خپلواکي)  ننني نسل ته په سوغات پرېښودله، پروني او ننني نسل هم هيڅکله د خپلو نيکونو د وينو پر حاصل لوبې نه دي کړي او د دښمنانو د څرګندو او پټو توطيو په وړاندې يې په سرښندنې او ځان تېريدنې سره د خپلواکۍ، آزادۍ ، ډموکراسۍ او ولسواکۍ ساتنه کړې ده .
د هېواد د ملي او اسلامي ارزښتونو په دفاع کې د هېواد  د رښتينو ښځو او بچيانو رول ځلانده  او ارزښتناک دى.
سل کاله مخکې کله چې  د شاه امان الله خان غازي په مشرۍ د افغانستان خلکو د هېواد بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه، افغانستان د سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيز پرمختګ پر لور حرکت پيل کړ او د نوي او مترقي افغانستان مفکوره ګام په ګام عملي کېده.
خو له بده مرغه پرديو ګوډاګيانو فرصت ور نه کړ چې افغانستان  د ترقۍ او پرمختګ  غوره کړې  لاره  په بشپړه توګه ووهي.
په هرحال له هغه وخت څخه سل کاله تېرېږي او نن د افغانستان ملت جګړې ته د پاى ورکولو ستره آزموينه تجربه کوي.
له شک پرته که چېرې په دې جګړه کې نورښکيل نه واى، نو د افغانستان خلکو خپله ګډه ژبه پيدا کوله او دغه غميزه يې پاى ته رسوله.
د دښمن تزوير او ټګيو او برګيو افغانان په خپلو کې اچولي دي له فرصت څخه په ګټې اخيستنې سره غواړم د دولت وسله والو مخالفانو ته خطاب وکړم چې د ماتمونو او غمونو لړۍ پاى ته ورسو‌ئ او مورني هېواد ته درناوى وکړئ .
دا به د هېواد د خپلواکۍ سلمې کالېزې ته ستاسو ډير ستر سوغات وي.
په پاى کې يوځل بيا دهېواد دخپلواکۍ د سلمې کالېزې په مناسبت ټولو هېوادواولو ته مبارکي وايم.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۹
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

‏دوشنبه (۱۴۴۷ د ذوالحجه ۲۹مه) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي په مشرۍ وشوه.
‏ په دې غونډه کې د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د سمسور لغمان پسرلنۍ دودیزه مشاعره ترسره شوه

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د ترنم او ترانو رياست په همغږۍ د مهترلام ښار اړوند د الينګار څپانده سيند پر غاړه د سمسور لغمان پسرلنۍ دوديزه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وشوه

د روزګان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤلینو د دې ریاست په انګړ کې له قلموالو، فرهنګپالو او فعاله ځوانانو سره د همغږۍ ناسته وکړه، چې موخه یې په ټولنه کې د اسلامي او ملي ارزښتونو لا ښه عامول. . .

BACK TO NEWS