د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې مشر د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسٶلينو سره وليدل

wares_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۱:۱۷
....

سه شنبه ( ۲۶ د رجب ۱۴۴۵) د زابل ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالحنان جابر، د ياد رياست نورو مسؤلينو، د زابل د دولتي او خصوصي رسنيو مسؤلينو او خبريالانو د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې له مشر حجت الله مجددي سره وکتل.

د افغانستان د خپلواکو خبريالانو د اتحاديې مشر ښاغلي مجددي وويل: الحمدلله په زابل کې د خبريالانو او رسنيو په برخه کې وضعيت ډېر ښه دی او داسې خاصې ستونزې نشته، خو ددې لپاره چې دا وضعيت نور هم ښه شي  بايد د رسنيو، خبريالانو او د مسٶلينو تر منځ په مياشت کې يو ځل د همغږۍ غونډې ترسره شي، تر څو يو خوا د مسؤلينو او خبريالانو تر منځ همغږي زياته شوې وي، بل خوا به د احتمالي پېښېدونکو ستونزو مخه نيول شوې وي.

 ښاغلي مجددي ژمنه وکړه چې دوى به د خبريالانو د ظرفيت لوړولو او خصوصي رسنيو وضعيت د ښه کولو په موخه په زابل کې کار کوي او دې برخه کې به سيمينارونه ترسره کوي.

د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالحنان جابر وويل: چې زابل کې رسنۍ او خبريالان په ډېر ښه حالت کې دي، تر اوسه هېڅ رسنۍ او خبريال ته کومه ستونزه نه ده جوړه شوې او نه هم خبريالانو داسې سرغړونه کړې چې ستونزه ورته جوړه شي، د ښاغلي جابر په خبره؛ زابل کې د خبريالانو، رسنيو او ادارو د مسٶلينو تر منځ د اطلاعاتو او کلتور رياست له لورې ډېره ښه همغږي رامنځته شوې، مياشت په مياشت له مسٶلينو سره د همغږۍ ګډې غونډې لري .

نوموړي ډاډ ورکړ، چې ټولې ادارې او مسٶلين دې ته ژمن دي، تر څو د اطلاعاتو د لاسرسي په موخه خپل معلومات له رسنيو سره پر وخت شريک کړي.

 د رسنيو استازو او خبريالانو وويل: د اطلاعاتو او کلتور رياست مسٶلين له دوی سره ډېره ښه همغږي لري او د دوى هرې ستونزې ته يې پر وخت رسېدنه کړې، د دوی په خبره د  ادارو مسٶلين پر وخت اطلاعات ورکوي او غوښتنه يې وکړه چې بايد د خبريالانو لپاره ورکشاپونه او سيمينارونه تر سره شي، تر څو په کاري ساحه کې ورته اسانتياوې رامنځته شوې وي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۸
Background image

بامیانو کې د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو نندارتون جوړ شو

د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د خصوصي کتابتونونو او کتاب‌پلورنځیو په همکارۍ د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د بامیانو په فرهنګي مرکز کې د کتابونو نندارتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۵۹
Background image

له خبریالانو سره د همغږۍ غونډې وشوې

د پنجشیر او لوګر ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو له لوري د سیمه‌ییزو امارتي ادارو استازو، د یو شمېر رسنیو مسؤلینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناستې وشوې.
دغه ناستې د امارتي ادارو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۲۶
Background image

فاریاب کې د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د فاریاب اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د میمنې ښاروالۍ او کتاب پلورونکو په ګډو همکاریو د کتاب او کتاب‌لوستنې اوونۍ په مناسبت د کتابونو او هنري آثارو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مس. . .

BACK TO NEWS