د اطلاعاتو او کلتور وزیر په ولسي غونډه کې ګډون وکړ

panah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۷:۵۱
...

چهارشنبه (۶ ربيع الثاني ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت وزير الحاج ملا خيرالله خيرخواه  کندهار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ياد ولایت د ارغستان ولسوالۍ مرکز په يوه ولسي غونډه کې په داسي حال کي ګډون وکړ، چي پر مهال يې د کندهار د هوايي ځواک قومندان الحاج ملا محمد عيسی ياسين، د کندهار ولایت د علماوو شورا غړي مولوي عبدالنافع، د ارغستان ولسوال مولوي سعد، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو استازو، قومي مشرانو او مخورو شتون درلود.

ښاغلي خيرخواه د خپلې وينا پرمهال وویل: د ارغستان ولسوالۍ ولسونو هر وخت د اسلامي نظام د غښتلي کولو هڅې کړي دي او ياده سیمه د جهاد مهم مرکز پاتې شوې ده.

نوموړي زياته کړه؛ د علماوو، د امارت د مسؤلينو او قومي مشرانو دنده ده، چې بايد د اسلامي نظام مزاياوې او ګټې تر خلکو ورسوي، همداراز يې د يادې سېمې پر مسؤلينو او مشرانو غږ وکړ، چې لاسونه سره ورکړي، یووالی رامنځته کړي او د اسلامي امارت په هره فیصله باندې قناعت وکړي.

په غونډه کې د کندهار ولایت د هوایي ځواک قومندان، د علماوو شورا غړي، د سیمې یو شمېر مشرانو او شخصیتونو هم ویناوې وکړې، دوی هیله څرګنده کړه، چې د دې ډول غونډو په ترسره کولو سره به د ولسونو تر منځ ملي یووالي او پرمختګ ته لا ډېره وده ورکړل شي. 

۲۰۲۴/۱۰/۹ میلادي

۱۴۰۳/۷/۱۸ ه ل 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۲
Background image

تخار کې (د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو مسؤلیت او ونډې) په نوم سیمینار ترسره شو

د اسلامي نظام په پیاوړتیا او د هېواد په آبادۍ کې د ځوانانو د مسؤلیت او ونډې په نوم سیمینار، د دیني، ټولنیزو او ملي مسؤولیتونو په اړه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، د تخار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۲
Background image

پروان کې د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړونې سیمینار پای ته ورسیده

پروان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د کلمات علمي او تحقیقاتي ادارې له لوري ګڼ شمیر ځوانانو ته د علمي، فکري او عقیدتي ظرفیت لوړولو په موخه دوه نیم میاشتنی سیمینار پای ته ورسیده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۹
Background image

میدان وردګو کې د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو

د جهادي آثارو د ساتنې عمومي ریاست له لوري د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ د مشرتابه د حکم په اساس د جهادي اثارو د ساتنې قانون تشریح شو. چې په دې غونډه کې د جهادي. . .

BACK TO NEWS