د اطلاعاتو او کلتور وزير د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۴
..

دوشنبه ( ۳ د جمادی الثانیة ۱۴۴۷) د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ شیراحمد حقاني صاحب د جهادي ارزښتونو د ساتنې له لوی رياست څخه د فعاليتونو د ارزونې، جهادي آثارو، آرشیف او مستنداتو د کتنې په موخه لیدنه وکړه.
د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی رياست د جهادي چاپي خپرونو رئيس دوکتور عبدالواحد ریان او د سمعي او بصري چارو رئيس حافظ نعمت الله منتظر له لوري ورته د جهادي ارزښتونو لوی رياست د فعاليتونو، مسؤليتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل شول.
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي شيخ حقاني صاحب د یاد رياست ستونزې له نژدې څخه واورېدې او ويې ويل: د تيرو جهادي دورو د آثارو او مستنداتو راټولول او راتلونکو نسلونو ته د تاريخ په ډول ساتل د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی ریاست دنده ده، افغان مبارز، مجاهد او ميړني ولس د نړۍ دريو سترو قدرتونو او امپراطوريو ته په پوره ميړانې سره ماتې ورکړې ده، د ااا تر بیا حاکميت پورې دې برخې ته پاملرنه نه وه شوې، د دوی مبارزې، جهادي آثار او سرښندنې راټولول او مستند کول راتلونکو نسلونو ته د میړانې درس ورکوي او دا ورپه یادوي، چې د اشغال پر وړاندې مبارزه د افغان ملت په وينه کې نغښتې ده.
ښاغلي حقاني صاحب د جهادي ارزښتونو د ساتنې لوی رياست مسؤلينو ته د ستونزو د حل او هر ډول همکارۍ کولو ژمنه وکړه.

۱۴۰۴/۹/۳ هـ ل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS