د اطلاعاتو او کلتور وزارت پلاوي د سرپل ولایت اړوند لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه

wasim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۲:۴
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پیژندنې کمیتې غړي او د علومو آکاډمۍ د کوشاني څیړنو نړیوال مرکز رئیس سرمحقق کتاب خان فیضي د یو پلاوي په مشرۍ د سرپل ولایت اړوند د فرهنګي میراثونو او لرغونو سیمو سروې او لیدنې په موخه سرپل ته سفر وکړ.
پلاوي د سرپل د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا عبدالغفار حقنما په ملتیا له بالاحصار، د پل خشتي له جومات او د خشت پل له هغه آبدې څخه چې د تیموریانو د دورې تاریخي آثارو څخه شمېرل کېږي او په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د لرغونو آثارو په توګه ثبت ده، لیدنه وکړه.
د ياد پلاوي مشر ښاغلي فیضي د سفر موخه د لرغونو ساحو په ځانګړي ډول د بالاحصار د حریم ټاکل او د دغه ولایت د لرغونو آبداتو د وضعیت ارزونه وبلله او زیاته یې کړه؛ اسلامي امارت د لرغونو او فرهنګي ځایونو د ساتنې لپاره ځانګړي پلانونه لري، لرغوني آثار او فرهنګي میراثونه د هېواد د هویت څرګندونه کوي.
ملا عبدالغفار حقنما د لرغونو آبداتو او ساحو د ساتنې په موخه د وزارت د مشرتابه له دغه اقدام څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: تاریخي آبدات زموږ ملي شتمنۍ دي او ساتنه یې په حقیقت کې د هېواد د هویت او فرهنګ ژوندي ساتل دي.
د یادونې وړ ده، چې پلاوي د بالاحصار له کلا څخه د لیدنې پر مهال د دغه کلا د حریم د ټاکلو لپاره له استفاده شویو موادو څخه ارزونه وکړه او د څلورو ساحو جی ‌پي‌ اس آدرس يې هم واخېست.

۱۴۴۷/۴/۵ هـ ق

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۸
Background image

د (لیلة القدر شهیدان) په نامه د کتاب مخکتنه ترسره شوه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د عامه کتابتونونو په تالار کې د قاري شمشاد حذیفه بریا له خوا د لیکل شوي (لیلة القدر شهیدان) کتاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو نندارتون ترسره شو

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پوهنتون ریاست او د الکوثر فرهنګي او فکري ادارې په ګډو همکاریو، د غزني پوهنتون په انګړ کې د (پوهې ځلا) په نوم د کتابونو یو ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۱۸
Background image

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه وشوه

دوشنبه (۲۹ ربیع‌الثاني ۱۴۴۸) د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي غونډه د کمېسیون د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یو شمېر کتابونو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. . .

BACK TO NEWS